شنبه, ۰۹ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
امریکا د شمالي کوریا په ګرداب کې
بسم الله الرحمن الرحيم
امریکا د شمالي کوریا په ګرداب کې

(ژباړه)

خبر:

رویټرز د امریکا د بهرینو چارو وزارت له قوله لیکي: «شمالي کوریا د خپل اټومي او بالیسټیکي پروګرام په اړه د خبرو لپاره هېڅ ډول هڅه نه ده کړې. دا په داسې حال کې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسون له پیونګ یان سره د مخامخ خبرو غوښتنه کړې.» د امریکا د بهرینو چارو وزارت ویاند هیثر ناویرټ په یوه بیانیه کې څرګنده ګړه: «د شمالي کوریا د چارواکو له لوري د اټومي وسلو د له منځه وړلو لپاره هېڅ ډول چمتووالی نه دی لیدل شوی.»

تبصره:

شمالي کوریا او هغه شخړې چې د امریکا او نوموړې تر منځ دوام لري، د واشنګټن د اصلي اندېښنې لامل شوې دي او دا هېڅوک نه ردوي. دا به هم کوم کس رد نه کړي چې شمالي کوریا په ښه ډول له نړیوال حالته کار اخیستی، چې په خپلو اټومي او بالیسټیکي بټیو  امریکا ووېروي.

 له شمالي کوریا سره د امریکا د کړکېچ اصل دا دی، امریکا غوښتل چې د شمالي کوریا په واسطه د چین ګواښ لپاره د چين د له منځه وړلو اور بل کړي؛ خو کله چې د شمالي کوریا توغندي د لویې وچې واټن وهونکي شول، د جادوګر جادو پر خپل ځان اغېز وکړ. په دې مانا چې که جګړه رامنځته شي، څنګه چې امریکا تمه درلوده، یوازې به پر چین منحصره نه وي؛ بلکې د امریکا یو شمېر سیمو ته به هم وغزېږي.

په ۲۰۰۳م او ۲۰۰۹م کلونو په منځ کې امریکا د عراق په جګړه بوخته وه، نو شمالي کوریا د خپلې اټومي او بالیسټیکي وړتیا لپاره مهم او لوی ګامونه واخیستل. دغه هېواد خپل لومړی اټوم بم په ۲۰۰۶ م کال کې هغه وخت جوړ کړ چې امریکا د نړۍ له شاوخوا څخه د عراق له انقلاب سره د مبارزې په موخه خپل ځواکونه دغه هېواد ته ولېږل. کله چې امریکا د عراق له شخړو راووته، د خپل ځان پر وړاندې یې د شمالي کوریا ځواکمن اټومي قدرت ولید.

شمالي کوریا د خپلو لېرې واټن ویشتونکو توغندیو د تجربو په بشپړولو سره، چې له ۱۰ زره کیلومټره ډېر واټن وهلی شي، د امریکا ختیځ ساحلي ښارونه، چې په مستقیمه بڼه د امریکا په اراضي موقعیت کې دي؛ تر خپل توغندیز پوښښ لاندې راوستلی شي؛ چې دا په خپله د امریکا د امنیت لپاره تر ټولو لوی ګواښ بلل کېږي. دا سمه ده چې امریکا توغندیز ډال لري، خو له لېرې واټن ویشتونکي توغندیو سره د مبارزې لپاره یې په عملي جګړه کې نه دی کارولی؛ چې هر ډول تېروتنه لویه مرګژوبله رامنځته کولی شي. سربېره پر دې، شمالي کوریا سمندریز وسله تونونه هم لري، چې کولی شي امریکا له نېږدې بمبار کړي. په دغه صورت کې به توغندیز ډال له هغه سره د مبارزې وس هم ونه لري. لنډه دا چې شمالي کوریا د امریکا دننه بمبارولو لپاره عملي وړتیا لري.

د پورتنيو دلیلونو پر بنسټ د امریکا لپاره له خبرو پرته بل بدیل نه دی پاتې. همدا دلیل دی چې امریکا تل د شمالي کوریا د ګواښ په بدل کې د کړکېچ د حل لپاره له چین څخه مرسته غواړي؛ خو تر اوسه یې دا هیله نه ده پوره شوې. امریکا او لوی هېوادونه غواړي پرته له دې چې له لویو زیانونو سره مخ شي، د نړۍ نور ملتونه تر خپل حاکميت لاندې ولري؛ خو که یو هېواد وژونکې وسلې ولري، د جګړې لپاره به ورسره چمتو نه وي.

هغه درس چې مسلمانان یې باید له شمالي کوريا سره د امریکا له تجربې واخلي، دا دی چې یوازې ځواک او جنګي وړتیا لوی هېوادونه او په راس کې یې امریکا وړاندې له دې چې د جګړې لپاره هوډ ونيسي فکر کولو ته اړ کولی شي.

لیکوال: عصام بخاري

ژباړن: بهیر ویاړ

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې